د کونړ یو شمېر اوسېدونکو ویلي، پاکستاني ملېشو پر دغه ولایت تر راکټي بریدونو وروسته د تازه تحرکاتو په ترڅ کې د دغه ولایت پنځه ولسوالیو کې اغزن تار غځول پیل کړي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، د اغزن تار له کبله د پنځه ولسوالیو ګڼې کورنۍ د کرښې پورې غاړې ته پاتې شوې دي.
هغوی ویلي، پاکستان د پنځه ولسوالیو ډېری کلیدي سیمو کې اغزن تار غځولی او د افغانستان ډیره نوره خاوره یې هم لاندې کړي ده.
د دې ترڅنګ د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د پاکستان لخوا پر افغان خاوره پرلپسې توپونه ويشتل شوي او شاوخوا پنځه کیلو مټره افغان خاوره يې لاندې کړې ده.
هلته پکتیکا کې د پاکستاني بریدونو له کبله له ۱۵ زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
افغان دولت په دې اړه هېڅ هم نه دي ویلي.











