د هرات – خواف ترمنځ د اوسپنې ریل پټلۍ چارې پنځه نوي سلنه مخته تللي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هرات ولایت مقام له لوري خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي، هرات والي سید وحید قتالي کابل کې د اوسپنې ریل پټلۍ عمومي رئیس او ټولګټو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې د دغې ریل پټلۍ د ګټې اخیستنې لپاره پر چمتووالي خبرې کړې دي.
اعلامیه زیاتوي، دغه لیدنه کې د هرات – خواف ترمنځ د ریل پټلۍ درېیمې قطعې چارو بشپړېدو لپاره پر لا همږغۍ ټینګار هم شوی دی.
د هرات – خواف ترمنځ د اوسپنې ریل پټلۍ ۶۲ کیلومتره اوږدوالی لري چې د افغانستان او ایران ترمنځ شمتیغ یا چاه سرخ مرزي نقطې څخه پیلېږي او د غوریان ولسوالۍ د روزنک کلي پوري دوام لري.
د دغه قطعې چارې پنځه نوي سلنه بشپړې شوې دي، او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ولایت مقام اعلامیه وايي، د دې پروژې ټول اوږدوالی ۲۲۰ کیلومتره ده چې پرڅلورو برخو وېشل شوی، چې د دوو برخو چارې يې چې ۷۶ کیلومتره کېږي د ایران په خاوره کې بشپړې شوې دي.











