کندهار کې د کرونا له امله تر اوږده ځنډ وروسته د پولیو ضد څلور ورځنی کمپاین پیلېږي.
دغه کمپاین چې د کرونا وېروس د خپراوي د مخنيوي په موخه شپږ میاشتې ځنډېدلی و، ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ به د کندهار په “پنجوايي” او “ډنډه” ولسواليو کې چې دې وروستیو کې تازه د پولیو مثبتې پېښې پکې ثبت شوې وې، د څلورو ورځو لپاره پیل شي.
د عامي روغتیا ریاست د جنوبي حوزې د بیړني عملیاتي مرکز مشر ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، یادو دوو ولسوالیو کې به تر پنځه کاله کم عمره ۸۴۸۵۶ کوچنیان به واکسین کړل شي.
د ډاکتر پخلا د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ ۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۳ هغه یې د جنوبي حوزې اړوند دي، چې اووه په کندهار (درې شاولیکوټ، یوه ـ یوه په ډنډ، غورک، نېش، پنجوايي کې) ۱۱ په هلمند، درې په اروزګان او یوه ـ یوه په نیمروز او زابل ولایتونو کې دي.











