ملي امنیت خوست کې د مهماتو او ماینونو دوه زیرمې کشف کړې دي.
د خوست ملي امنیت ریاست شمشاد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ یې د کشفي مالوماتو پر بنسټ د ګربزو ولسوالۍ مښي کلي کی د وسله والو اړوند د وسلو په زیرمه چاپه وهلې او په پایله کې یې ۲۲ لاسي بمونه، یو راکټ انداز، د راکټ ۷۲ فائیره مرمۍ او د راکټ انداز بارود نیولي دي.
خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې د ملي امنیت ځواکونو د موسی خیلو ولسوالۍ غلنګ دیکي سیمه کې ۳۳ فشاري ماینونه چې په یوه زیرمه کې ایښودل شوي کشف او له منځه وړي دي.
د خوست ملي امنیت ریاست وایي چې د وسله والو اړوند مهماتو د دغه دوو زیرمو په تړاوو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.











