سرچینې وایي، تېره ورځ د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د یوه سیمه ییز نامسؤله وسله وال قومندان د هاوان برید له امله څلور ماشومان او دوه ښځې وژل شوي او اته ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
دغه راز د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي هم ویلي چې برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د غور د امنیه قومندانۍ ویاند سمیع نژاد بیا وايي چې د پېښې په تړاو ضد او نقیض راپورونه ور ورسېدلي خو کره جزیات تراوسه نه دي مالوم.











