د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو څلورو چاودنو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، تېره ورځ د ارغستان ولسوالۍ په جلا جلا سيمو کې پر ملکي وګړو څلور ماین چاودنې شوي دي.
د سرچینې په خبره، لومړۍ چاودنه د یادې ولسوالۍ په “امارات” کلي کې پر ټونس موټر شوې، چې له امله یې نهه ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور یې ټپيان دي.
سرچینه زیاتوي، دوهمه چاودنه په “تاجاو” کلي کې پر سراچه موټر شوې، چې اته تنه یې وژلي دي.
سرچینه په خبره، دوه نورې چاودنې هم د یادې ولسوالۍ په “برج” او “چوکازو” کلیو کې شوي، چې له امله یې دوه شپانه او دوه بزګر وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دا په یوه میاشت کي د ارغستان د پاخه سړک له بندېدو وروسته پر ملکي وګړو ۱۱مه چاودنه ده، چي تلفات یې تر ۳۵ تنو ملکي وګړو اوړي.
ولسمشر غني یادې چاودنې غندلي او وایي، «پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو تروریستي بریدونه بشري ضد او نه بښونکی جنایت دی».











