طالبانو نن اعلان وکړ چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته تیار دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي: «زموږ دریځ روښانه دی، که د بندیانو د خلاصون بهیر بشپړ شي، موږ حاضر یوو چې په یوه اوونۍ کې دننه بین الافغاني خبرو ته کښېنو«.
شاهین دا هم ویلي چې خبرې به د قطر په مرکز دوحه کې وشي.
له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل فرانس پریس ته وویل: «د افغانستان حکومت به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون پروسه په دوو ورځو کې پیل کړي.»
طالبانو د خپلو ۴۰۰ پاتې بندیانو د خلاصون موضوع د بین الافغاني خبرو له پیلولو سره مشروط کړې وه، چې مشورتي لویې جرګې دا مسله حل کړه.
شاهین دا هم وویل، د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري به عباس ستانکزی وکړي چې له امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري یې هم کړې ده.
په ورته وخت کې، سرچینې وایي چې را روانه یکشنبه (د زمري په ۲۶مه) به بین الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي.











