طالبان وایي، له ګاونډیو هېوادونو سره نظامي اړیکې نه، خو سیاسي اړیکې لري.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له ریانواسټي خبري شبکې سره په مرکه کې له ایران سره اړیکې تایید کړې، خو له روسیې څخه یې د وسلو تر لاسه کولو ادعا رد کړه.
سهیل شاهین دغه راز وویل، دوی له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې لري خو په وینا یې دا اړیکې سیاسي دي نه نظامي.
شاهین وایي، ایران د افغان جګړې سوله ییز حل غواړي او دا چې په دې وروستیو کې یې د سولې خبرو کوربتوب ته چمتوالی ښودلی، دوی یې هرکلی کوي.
سهیل شاهین همداشان ټینګار وکړ چې دوی له ګاونډیو هېوادونو سره یوازې سیاسي اړیکې لري او په راتلونکې کې هم ورته دوام ورکوي.
امریکا او یو شمېر افغان چارواکو بار بار روسیه او ایران د طالبانو په مالي ملاتړ تورن کړي، خو روسیې او ایران بیا دا راپورونه رد کړي دي.











