د هند لومړي وزیر د جومات په ځای کې د هندوانو د معبد جوړولو ډبره کېښوده.
د هند سترې محکمې تېر کال د دغه جومات ځای هندوانو ته ورکړ چې اوس تازه یې د معبد تیګه کېښودل شوه.
اتر پردېش ښار کې د مغولو لخوا بابري جومات په ۱۶ مه پېړۍ کې جوړ شوی و.
دغه معبد د مغلو په وخت کې جوړ شوی چې ۱۹۹۲ م کال کې د ښي اړخ د هندوانو له خوا ړنګ شوی و چې په ټول هېواد کې د مذهبي تاوتریخوالي لامل شو.
يه دغه تاوتریخوالي کې له ۲۰۰۰ زیات مسلمانان ووژل شول.
اوس چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي دغې سیمې ته ورغلی، هلته ترتیبات نیول شوي ترڅو هرکلی یې وشي.
د هندوستان حاکم هندو ملتپال، بھارتیه جنتا ګوند (بي جي پي) له ۱۹۸۰ م کلونو راهیسې د هندوانو د خوځښت ملي ملاتړ ته وده ورکړې ده.
ډیری هندوان باور لري چې د ۱۶ مې پیړۍ بابری جومات، د مغول امپراتور بابر په نوم په هغه ځای کې جوړ شوی چیرې چې رام په ایودیا کې زیږیدلی و.











