Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لبنان کې زورورې چاودنې سلګونه زره خلک بې ځایه کړي

admin by admin
2020/08/05

چاودېدونکي توکي څنګه بیروت بندر ته ورسېدل؟ څنګه چاودنه منځته راغله؟ او په وروستیو شلو کلونو کې په کومو هېوادونو کې د امونیم نایتریت له امله چاودنې رامنځته شوې دي، دلته یې ولولئ.

د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر کې یوه کښتۍ د بیروت بندر ته راسیږي، چې امونیم نایتریت په کې بار وه.

دغه کښتۍ چې له جورجیا څخه موزامبیق ته روانه وه، د تخنیکي ستونزو له امله د لبنان چارواکو ورته د تلو اجازه ورنکړه، چې په پایله کې یې د کښتۍ ټولو کارکوونکو کښتۍ پرېښوده.

له دې وروسته د بندر چارواکو په کښتۍ کې بار امونیم نایتریت د دې بندر ګدامونو ته ولېږدول.

د ۲۰۱۴ په جون میاشت کې د لبنان د ګمرکونو رییس شفیق میرهي په یوه لیک کې  د مهمو معاملاتو یوه قاضي ته د دغې مسلې د حل غوښتنه وکړه.

په لیک کې غوښتل شوې وو، چې امونیم نایتریت دې یا د لبنان پوځ ته ورکړل شي، بهر ته دې ولېږدول شي یا هم باید د لبنان په دننه په کمپنیو دې وپلورل شي.

د پنځه لیکونو په استولو سره تر ۲۰۱۷ کال پورې د قضایي ارګانونو لخوا د بندر چارواکي ځواب نه ترلاسه کوي.

د بندر چارواکو ته ځواب نه ورکول کیږي، چې په پایله کې یې امونیم پر خپل ځای پاتې او تېره شپه یې چاودنه وکړه.

چاودنه د دوه زره او ۷۵۰ ټنه امونیم نایتریتو چاودنې له امله منځته راغلې ده.

د چاودنې له امله دوه سوه زره تنه بې کوره شوي دي.

تر دې مهاله د سلو تنو وژل کېدل تایید شوي او کابو ۴۰۰۰ ټپیان دي.

لبنان درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

چارواکې وایي، چاودنې له درې تر پنځه میلیارده ډالرو پورې زیان اړولی دی.

په وروستیو شلو کلونو کې د امونیم نایتریت چاودنې

په ۲۰۰۱ یو کال کې د فرانسې په یوې په فابریکې کې د دوه سوه څخه تر درې سوه ټنو امونیم نایتریتو چاودنه وکړه، چې له امله یې ۳۱ تنه ووژل شول او شاوخوا دوه زره او ۴۴۲ تنه ټپيان شول.

په ۲۰۰۳ کال کې هم فرانسې کې امونیم نایتریتو اور اخیستی وه چې له امله یې ۲۶ تنه ټپیان شوي وه.

په ۲۰۰۴ کال کې، د اسپانې ښار کې یوې لارې چې ۲۵ ټنه امونیم نایتریت یې لېږدول، د ټکر له امله چاودنه وکړه چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

همدارنګه په ۲۰۱۴ کال کې په شمالې کوریا کې یو ریل ګاډې چې امونیم نایتریت یې لېږدول، چاودنه وکړه چې له امله یې ۱۶۸ تنه ووژل شول او شاوخوا درې زره تنه ټپیان شول.

په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا په تګزاس ایالت کې د امونیمو یوې فابریکې کې چاودنه وکړه چې له امله یې ۱۵ ووژل شول او تر ۲۰۰ نور ټپیان شول.

په ۲۰۱۵ کال کې د چین د تیانجن بندر کې نایټروسیلوز په نامه کیماوي موادو اور واخیست چې له امله یې ۸ سوه ټنه امونیم نایتریتو چاودنه وکړه چې له امله یې ۱۶۵ تنه وژل شوي وه او نږدې ۸۰۰ تنه ټپیان شوي وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist