لبنان کې زورورې چاودنې له ۴۰۰۰ زیات کسان ټپيان کړل.
د لبنان ځايي چارواکو ویلي، چاودنه کې کابو ۸۰ تنه وژل شوي چې ښايي د مرګ ژوبله کچه نوره هم لوړه شي.
راپورونه وايي، چاودنه د بیروت ښار په یوه ساحلي ښار کې د امونیم نایتریتو د یوې زېرمې له امله رامنځته شوې ده.
د لبنان ولسمشر اعلان کړی چې په دې تړاو یې د کابینې بېړنۍ ناسته راغوښتې او ممکن د دوو اونیو لپاره بېړنی وضعیت اعلان شي.
ولسمشر میکل اون ویلي، په دغه زېرمه کې ۲۷۵۰ ټنه امونیم نایټرېټ ول.
د لبنان لومړي وزیر بیا ویلي، د پېښې ټول عاملین به د چاودنې بیه پرې کوي.
لومړي وزیر حسن دیاب دغه پېښه فاجعه بللې ده او د امونیم نایتریتو د زېرمې چې کابو شپږ کاله هلته وه، څېړنې به وکړي.
دغې چاودنې د بېروت نږدې ټولې سیمې ولرزولې او ښار ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.
لبنان اوسمهال هم له پراخ اقتصادي ستونزو سره مخ ده چې دغې چاودنې په دغه هېواد کې د کړکېچونو کچه زیاته کړې ده.











