په افغانستان د ناټو غوڅ ملاتړ او یوناما په افغانستان کې د جګړې په شدت اندیښنه ښودلې.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ قومندان وايي٬ په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د تل پاتي سولې لپاره دي د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي.
د ملي دفاع وزارت د جګړې د زیاتوالي پړه په طالبانو اچوي او زیاتوي چې د خپلو ژمنو خلاف یې عمل کړی دی.
تیر کمکي اختر کي د حکومت او طالبانو له لوري نا اعلان شوی اوربند وو خو له هغه وروسته په هیواد کې جګړې زور اخیستی دی.
ملګرو ملتونو یا یوناما په یوه پیغام کي ویلي چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ تاریخي فرصت رامنځته شوی٬ خو اندیښنه یې ښودلې چې لاهم جګړه دوام لري او ملکي کسان پکي وژل کیږي.
یوناما وايي، ((اوس چي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تاریخي فرصت را پیدا شوی او هغوی د سولې او مذاکرې میز ته د کیناستلو پلان لري، یو بد حقیقت دا دی چې په دې هیواد کې جګړه اوس هم دوام لري او اوس هم هره ورځ ملکیان وژل کیږي. افغانستان اوس هم د ملکیانو لپاره یو د خونړي هیوادونو له ډلې دی.))
د ناټو د غوڅ ملاتړ قومندان سکاټ میلر په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې د لوړوالي په تړاو د یوناما راپور تاییدوي خو زیاتوي قیمت ملکي وګړي پرې کوي.
سکاټ میلر وايي، ((د تاوتریخوالي کچه ډیره لوړه ده ، د یوناما راپور د ملکيانو د ډيرې مرګ ژوبلې په اړه راپور ورکړی دی. موږ ټول پوهیږو چې د تاوتریخوالي کچه لوړه شي نو قیمت یې ملکیان پرې کوي. نو که موږ غواړو چې د تلپاتې سولې ته لار هواره شي باید د تاوتریخوالي کچه ډيره راټيټه شي.))
د ملي دفاع وزارت د جګړې د زیاتوالي پړه په طالبانو اچوي او د خپلو ژمنو په خلاف عمل یې تورنوي.
پوځی شنونکي په دواړو لورو نیوکه کوي چي دجګړې د کموالي لپاره یې نرمښت نه دی ښودلی او هرڅه غواړي دواړه لوري په خپله ګټه وڅرخوي.
طالبانو وړاندې ویلي وه چې ځواکونه یې په دفاع حالت کي دي خو په ځینو کې که افغان ځواکونه پوستې افرازوي مخنیوی یې کوي.











