افغان حکومت او طالبانو نېکمرغه لوی اختر کې درې ورځنۍ اوربند اعلان کړ.
ارګ وايي، “د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د طالبانو ډلې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کوي.”
ارګ زیاتوي، “د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي.”
طالبانو هم په یوه اعلامیه کې له خپلو وسله والو غوښتي چې د لوی اختر شپو او ورځو کې پر مقابل لوري بریدونه و نه کړي.
طالبانو اعلامیه کې پر خپلو وسله والو غږ کړی چې هېوادوال دې دې ورځو کې ډاډ او خوښیو ته پریږدي.
طالبانو ویلي چې که مقابل لوری پرې عملیات او یا برید وکړي، د دوی وسله وال صلاحیت لري چې ځواب ورکړي.
دغه راز د طالبانو پر ډلې باندې غږ شوی چې د اوربند ورځو کې خپلو سیمو کې پاتې شي او د دولت تر حاکمیت لاندې سیمو ته لاړ نه شي.











