د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت عبدالله عبدالله ته رسېدلی، چې عبدالله هم دغه وزارت ته خپل د خور زوی مصطفی مستور د نوماند وزیر په توګه معرفي کړی، چې د ولسمشر غني له مخالفت سره مخ شوی دی.
د سولې په چارو کي د دولت په وزارت کي یوه سرچینه وايي چې ارګ ټینګار کوي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته باید یو تجربه کار کس معرفي شي.
د سرچینې په وینا: (( د مصالحې شورا مشرعبدالله عبدالله غواړي د سولې په چارو کې د دولت وزارت لپاره خپل خوریي مصطفی مستور معرفي کړي، خو ولسمشر غني یې مخالفت کوي او له عبدالله عبدالله غواړي چې داسې یو کس د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته معرفي کړي چې د سولې په چارو کې تجربه ولري.))
ارګ ته نږدې سرچینو هم منلې چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر په ګمارنه جنجال شته او تراوسه وروستۍ هوکړې ته نه دي رسیدلي.
سرچینه وایي: (( د سولې په چارو کې د دولت وزارت لپاره د وزیر معرفۍ باندې اختلافات راپورته شوي او هڅه کېږي چې دا موضوع داسې حل کړي چې دواړه خواوو ته د منلو وي.))
د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون بیا وایي: ((هوکړه لیک ټول صلاحیتونه او مسوولیتونه حل کړي دي او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نشته. ډېر ژر به مونږ د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ملي مصالحي عالي د شورا نور غړي اعلان کړوو. ))
د ارګ او مصالحې شورا د رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د نوي حکومت په جوړښت باندې هوکړه شوې او دکابیني نیمه برخه یې عبدالله ته ورکړې، خو اوس داسې ښکاري چې د هوکړې په تطبیق کې ځینې موارد شته چې اختلافات پرې راپورته کیدلی شي.











