لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او هیله داده چې د جګړې دواړه غاړې به د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي، خو ښکېلو غاړو تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
په طالبانو کې یوې سرچینې شمشاد ته ویلي، مشورې شوي چې د لوی اختر په ورځو کې به د طالبانو له لوري نااعلان شوی اوربند وشي.
د سرچینې په وینا: (( په دې تړاو بحثونه روان دي او ددې امکان شته چې د لوی اختر په ورځو کې طالبان نااعلان شوی اوربند وکړي، خو داسې نظرونه هم بیا شته چې جګړې ته دې دوام ورکړل شي.))
د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا بیا وایي چې د اوربند خبره یوه احتمالي خبره ده او کېدای شي څلور ورځنۍ اوربند وشي.
په ناروې کې د افغانستان مخکینۍ سفیر شکریه بارکزۍ بیا وایي، که د دواړو خواو ترمنځ د راتلونکې لوی اختر په ورځو کې چې خلک ورته په تمه دي، اوربند وشي نو د سولې پروسه باندې به د خلکو باور زیات شي.
بارکزۍ وایي: ((اوربند افغانانو ته ډېر مهم دی. که چېرې د اختر په درې ورځو کې او له هغې نه وروسته اوربند مرعات شي، د دولت او طالبانو لخوا، نو د افغانستان د خلکو سولې په پروسه باندې، باور پیاوړی کېږي.))
په تېر کوچني اختر کې دواړه لوریو درې ورځنۍ اوربند اعلان کړی وه، چې د خلکو له کلک هرکلي سره مخ شو او اوس هم تمه داده چې دا ځل به هم د تېر اختر په څېر اوربند وشي او داختر درې ورځې به په ارامه فضا کې تېرې شي.











