د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تاوتریخوالي کچه ډېره زیاته وه او ګڼ شمېر کسانو خپل ژوند بایللی دی.
خلیلزاد وايي، افغانان غواړي چې بین الافغاني خبرې ژر پیل شي.
خلیلزاد همداراز پر ټولو خواو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم او د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.
خلیلزاد وویل، د دې بهیر د شاته کولو په ځای موږ له ټولو غواړو چې تاوتریخوالی کم کړی، ولس خوندی کړي او اړین زغم وښيي ځکه د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدل نږدې دي.
خلیلزاد زیاته کړې چې د قبرونو زیاتول به مذاکرات رانږدې نه کړي
له دې سره د کړکېچ نړیواله ډله وایي، د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د دوحې هوکړې تر لاسلیک وروسته تمه وه د سولې بین الافغاني مذاکرات هم ژر پیل شي خو د یادې هوکړې تر لاسلیک څلور میاشتې وروسته هم دا دی په دې برخه کې اغېزناک ګامونه نه دي پورته شوي.
یادې ادارې زیاته کړې، د سولې پروسه په بشپړ ډول د ځنډېدو او یا ماتېدو له ګواښ سره مخ ده او دا وېره موجوده ده چې ښایي د وخت په تېرېدو د دواړو لوریو اراده هم ضعیفه شي.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د سولې پروسه له خنډونو سره مخ ده چې ښکیل لوري یو بل د دې پروسې پر وړاندې د خنډونو پر جوړولو تورنوي.











