د طالبانوخوشي شوي زندانیان بیرته د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي دي.
ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد نن پنجشنبه کابل کې خبري غونډې ته وویل، طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او ددغه ډلې خوشي شوي زندانیان بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي دي.
اسدالله خالد وویل ، افغان حکومت پر ژمنو عمل کړی دی، د طالبانو زندانیان یې خوشي کړي دي، اورکم یې مراعات کړی دی او بین الافغاني خبرو ته یې بشپړ تیاری نیولی دی، خو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي.
خالد وایي طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته نه یوازې دا چې تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې ددغه ډلې بریدونه د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر وویل، دوی سولې ته تیار دي، خو تر څنګ یې د سولې لپاره جګړې ته هم ادامه ورکوي.
له دې سره ملګري ملتونه وایي ښکېلې ډلې دې راتلونکې اونۍ په افغانستان کې جګړه ودروي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما وایي چې دلته روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی.
د یونما مشرې دبورا لاینس په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي د افغان حکومت او طالبانو په بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او هره ورځ دغه جګړه خونړۍ کېږي نو ددې اړتیا ده چې جګړه پای ته ورسول شي او دواړه لوري د بین الافغاني خبرو لپاره دې تیاری ونیول شي.
دبورا وایي ښکېلې خواوې دې په راتلونکې اونۍ کې د اختر په مناسبت جګړه ودروي، ټاکل شوی شمېر بندیان دې ازاد کړل شي او ورپسې جوخت دې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي.
ملګرو ملتونو هیله ښودلې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پایله ولري او په دې توګه دلته د روانې خونړۍ او وحشتناکې جګړې د درېدو سبب شي.











