Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هرات کې هوایي برید ګڼو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

admin by admin
2020/07/22

د هرات ولایت د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو ترمنځ خم زیارت سیمه کې د هوايي برید له امله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي، برید پر هغو کسانو شوی چې د قاري غلام نبي په نوم د یو تن طالب قومندان ته د ښه راغلاست په موخه راټول شوي وو.

د سیمې اوسېدونکو په وینا، یاد طالب قومندان تازه د څرخې پله له زندان څخه آزاد شوی وو.

د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه برید کې تر ۵۰ ډېر کسان وژل شوي یا هم ټپیان دي.

له بلې خوا، د هرات د ملکي روغتون ویاند ډاکټر محمد رفیق شیرزی وايي چې تراوسه د پيښې له ځایه ورته پنځه ټپیان وروړل شوي دي.

د هرات ولایت مقام بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي چې په دغه برید کې عبدالله اکبري، مولوي حیدر، ملا رحمت الله، ذبیح الله اکبري، ملا محمد چې په ادریس مشهور دی او ملا  عبدالحق چې د اسامه په نوم مشهور دی له یو شمېر نورو طالبانو سره وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان د طالبانو مشهور قومندانان دي او د بریدونو د پلانولو په موخه سره راټول شوي وه.

د هرات د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي مسؤول ډګروال فضل احمد بیا وايي چې سیمه کې د ملکي وګړو پر یو سراچه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یو تن طالب چې خالد نومیږي او تازه ازاد شوی وه، د غونډې پر مراسمو دوه ځلي هوايي برید شوی دی. 

هغه ویلي، برید کې شلو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې اته تنه وژل شوي او دولس ټپیان دي.

له بلې خوا، ولایتي شورا کې د ادرسکن ولسوالۍ مخکنی غړی او د دې ولسوالۍ قومي مشر صولت خان وايي، پېښه کې تراوسه اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، ممکن د دغه برید د تلفاتو شمېره لوړه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist