طالبانو د یکشنبې په شپه د کندز ښار اړوند شینوارو په سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.
امنیتي سرچینې وايي، طالبانو تېره شپه د کندز ښار اړوند شینوار په سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په کې ۹ سیمه ییز او ملي پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.











