افغان حکومت تر اوسه ۴۱۹۹ طالب بندیان خوشې کړي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند، جاوید فیصل زیاتوي چې افغان حکومت تېرو څو ورځو کې ۱۸۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.
فیصل وايي، طالبان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي او تر اوسه یې د حکومت ۱۰۰۰ بندیان نه دي خوشې کړي.
له دې سره د مصالحې عالي شورا وایي، افغان حکومت او طالبان دې د بندیانو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.
ارګ وایي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان تاوتریخوالی کم او سولې پروسې ته په واقعي توګه داخل شي.
طالبانو د بین لاافغاني خبرو مذاکراتي پلاوي ته شپږ نور کسان ور اضافه کړل.
دغه کسان د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي او علماء دي چې د بین الافغاني خبرو لپاره د بحث او پریکړو صلاحت ورکړل شوی دی.
د بین الافغاني خبرو د پيل وخت تر اوسه مالوم نه دی، حکومت د چمتووالي خبره کوي او طالبان په تمه دي چې دي د دوحې تړون عملي شي.











