فاریاب کې د سرې قطعې قومندان په ګډون ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
شاهین قول اردو وایی چې پرون مازدیګر وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ.
د شاهین قول اردو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ياد بريد د امنیتي او هوایی ځواکونو په ملتیا په مکمله توګه له ماتې سره مخ شوی.
د اعلامیې په حواله په دغه نښته کې حاجی ناصر د شیرین تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال پلار په ګډون ۱۴ تنه طالبان وژل شوي او د دولت آباد ولسوالۍ د سری قطعی قوماندان ملا زرقاوي په ګډون ۱۱ تنه نور یې تپیان شوي دی.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دی ویلي.











