د پاکستان سنا له افغانستان سره له ویزې پرته تګ راتګ غواړي.
د پاکستان د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مشاهد حسین چې د پاکستان د سنا غړی او په دغه مجلس کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دی وایي پاکستان او افغانستان باید نور هم سره نږدې شي او په خپلو کې پیاوړې اړیکې وساتي.
دده په خبره د سوداګرۍ په برخه کې د خنډونو او ستونزو د جوړولو مخالف دی او دغه راز دی تمه لري چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ له وېزې پرته وشي. هغه وایي افغانستان د پاکستان ورور هېواد دی او دا مهمه ده چې دواړه هېوادونه لا سره نږدې او اړیکې یې پیاوړې شي. هغه همدا راز د سولې په برخه کې هم د پاکستان پر همکارۍ ټینګار کړی او په خبره یې ددې تمه ده چې طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرې پیل کړي او روانه جګړه پای ته ورسېږي.











