د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، په ښارونو کې د طالبانو وروستي بریدونه په ښکاره سولې ته د رسېدو هیلې زیانمنوي.
صدیق صدیقي به خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، هغه وخت رارسېدلی، چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته کیني.
صدیق صدیقي دغه راز وايي، ښارونو کې د طالبانو تاوتریخوالی، پر افغان ځواکونو بریدونه، د سړک غاړې ماین چاودنې او د حکومتي کارکوونکو په نښه کول د سولې خبرو لپاره د خلکو او نړېوالو هیلو ته زیان رسولی دی.
صدیقي وايي، اوس یې وخت دی چې طالبان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په صادقانه ډول د سولې بهیر کې برخه واخلي.
په ورته مهال د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ویلي، چې بین الافغاني خبرې به د ټولو بندیانو تر خوشې کیدو یوه اونۍ وروسته پيل شي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره اړتیا ده چې ۵۰۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو بهیر پای ته ورسېږي.
طالبان بیا وايي، د بندیانو د خلاصون پروسه باید ژر تر ژره بشپړه شي ترڅو بین الافغاني مذاکرات پيل شي.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، “جګړه د دې لپاره ده چې تراوسه موږ بل انتخاب نه دی پيدا کړی.”











