ولسمشر غني کاپيسا ولایت ته په خپل سفر کې له خلکو سره ژمنه کړې چې پایداره او باعزته سولې ته به یې رسوي.
ولسمشر غني چې نن د کاپیسا مرکز محمودراقي کې يې یوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې د سولې ټینګښت لپاره ملي اجماع شتون لري او له خلکو سره د سولې په برخه کې کړې ژمنې به عملي کړي.
ولسمشر دغه راز وویل چې د سولې په تړاو وروستۍ پرېکړه به د افغانستان خلک کوي او هېڅوک نشي کولای چې په افغانانو په زور څه ومني.
هغه وایي چې داسې سوله نه غواړي چې د هېواد د بربادۍ سبب وګرځي، بلکې غواړي چې سوله په افغانستان کې د ښېرازۍ سبب وګرځي.
ولسمشر دا هم وویل، څو تنه چې طالبانو سره د حکومت جوړولو خوب ویني او فکر کوي چې سبا به څوک دوی په دار نه ځړوي، بیا دې فکر وکړي.
نوموړي په حکومت کې د طالبانو ادغام خپل ماموریت یاد کړ او زیاته یې کړه چې د تېر په څیر بهر ته د افغان چورلکو د کباړ په توګه د پلور اجازه نه ورکوي.
ولسمشر زیاته کړه چې د جمهوریت په چوکاټ کې تلپاتې او باثباته سوله د افغانانو هیله ده او حکومت د سولې د مدیریت وړتیا لري چې د سولې په برخه کې د پوره تدابیرو څخه کار اخلي.
ولسمشر وایي چې هڅه کوي ځان بساینې خوا ته لاړ شي او نور نه غواړي چې نړیوالو ته یې لاس اوږد پاتې شي.
نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې وویل چې په رسمي ژبو دروغ نه شي ویلي.











