کابل کې د برتانیې سفارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
یاد سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو په درشل او د تاوتریخوالي په تړاو د ژمنو سره سره په افغانستان کې بریدونو زور اخیستی دی.
په اعلامیه کې دغه راز راغلي، د برتانیا سفارت په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مدني ټولني غړو، دیني عالمانو او د روغتیايي کارکوونکو په قصدي توګه نښه کولو او وژلو له امله اندېښمن دی او دا بریدونه ورته د منلو وړ نه دي.
یاد سفارت دا هم ویلي دي چې دوی د هغو ټولو پېښو څېړنه غواړي چې له امله یې ملکیان وژل شوي دي.
په اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې د افغانانو غوښتنو ته غوږ ونیسي، د سولې په اړه جدیت وښایي، او د تاوتریخوالي کچه را کمه کړي.
د سفارت په خبره، تاوتریخوالی او بریدونه د سولې هڅې او باور زیانمنوي.
په اعلامیه کې پر افغان حکومت هم غږ شوی دی چې د سولې په خبرو کې د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب یقیني کړي.
د برتانیې سفارت دغه راز وایي، هره هغه هڅه باید ترسره شي چې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره لاره هوارولی شي.
یاد سفارت دغه راز ویلي، ټول افغانان غواړي چې د خپلو ازادیو نه ساتنه وکړي، نو طالبان باید د خلکو غږ واوري او په دې برخه کې جوړجاړي ته چمتووالی وښایي.











