په دوحه کې د طالبانو او امریکا د خبرو یو جنجال په دې ټکي وو، چې طالبان به د القاعده او نورو وسلوالو ډلو سره چې د امریکا ګټې ننګوي، خپلې اړیکې پرې کوي.
امریکا هم منلې وه چې طالبانو د وسلوالو ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو اوس د افغانستان د امنیتي وضیعت د ارزونې راپور کې چې ګانګرس ته وړاندې شوی پینټاګون ویلي، طالبان د هند نیمه وچې لپاره د القاعده ډلې سره همکاري لري.
د امریکا دفاع وزارت یا پینټاګون په خپل راپور کې ویلي: ((په وروستیو میاشتو کې طالبانو هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره همکاري روانه وساتله… هند نیمه وچه کې القاعده څانګه ښايي د خوندیتوب او روزنې لپاره په افغانستان کې له طالبانو سره نږدې اړیکي ولري.))
له دې سره جوخت، طالبانو د امریکا د پینټاګون دا راپور چې طالبان ګوندې له القاعده سره اړیکې لري په کلکه رد کړ.
طالبان وایي، د دوحې په تړون کې هر څه واضح دي او ښایي دا کار د جګړه غوښتوونکو هڅه وي چې د سولې بهیر له ستونزو سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې نیویارک ټایمز یو راپور کې ویلي وو چې د روسیې د پوځ استخباراتو له طالبانو سره ژمنه کړې وه چې افغانستان کې د هر امریکايي پوځي د وژلو په بدل کې به دې ډلې ته پیسې ورکړي.











