د جمعیت اسلامي ګوند د عطامحمد نور، محمد یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، عبدالحفیظ منصور، عبدالشکور واقف حکیمي، سید عنایت الله شاداب او د عبدالستار مراد د ګوند غړیتوب ځنډولی دی.
د جمعیت اسلامي ګوند وایي، د یادو کسان د ګوند غړیتوب له دې امله ځنډول شوی چې دوی ډیری وختونه د اسلامي جمعیت په لیکو کې غلط حرکتونه کړي او د دې تاریخي ګوند په نوم یې ناوړه معاملې کړې دي.
له دې وړاندې، ځینو سرچینو ویلي وو، چې صلاح الدین رباني د ګوند له مشري لرې شوی.
د سرچینې په وینا، دا پرېکړه د جمعیت ۴۷ غړو د عطا محمد نور په کور کې کړې ده.
سرچینه وایي، عطا محمد نور، عبدالله عبدالله، یونس قانوني، واقف حکیمي او حفیظ منصور دغه طرحه جوړه کړې وه.
د جمعیت ګوند بیا د یادو کسانو پرېکړه یوه دسیسه ګڼلې او له همدې امله یې د دوی د ګوند غړیتوب ځنډولی دی.











