د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغان حکومت و غوښتل چې ژر د سولې مذاکرات پیل کړي.
د امنیت شورا غړو هیوادونو پخپله اعلامیه کې د سولې د روان بهیر هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې طالبان او افغان حکومت هم باید ژر مذاکرات پیل کړي.
د دغې شورا غړو هیوادونو ویلي چې دواړه لوري دې د زندانیانو د خوشې کولو بهیر کې هم چټک ګامونه پورته کړي.
اعلامیه وايي د تاوتریخوالي کمیدل به ددې لامل شي چې بین الافغاني مذاکرات هم ژر پیل شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه اعلامیه کې د ملکيانو د قربانیو په تړاو هم اندیښنه څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې د ملکیانو وژونکي به ټولو ته حساب ورکوونکي اوسي.
له دې سره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د امریکا د نړېوال پراختیا مالي بنسټ مشر ادم باېلر تاشکند کې د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سره کتلي دي.
خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي، “موږ په هر هیواد کې د پانګه ونې او د پولو پر شاوخوا فرصتونو په هکله وغږیدو. موږ دغه راز پر دې غور وکړ چې د سیمې د ودې یو جمعي صندوق باید څه ډول وي.”











