د هلمند ولایت د رسنیو دفتر وایي، سنګين کې ملکي وګړو ته اوښتي تلفات د موټربم او توغنديزو بريدونو له کبله دي.
د یاد دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن سهار د سنګين ولسوالۍ زوړ بازار سيمه کې پر دوديز ميله بازار لومړی څلور توغنديز بريدونه شوي ورپسې همالته موټر کې ځای پر ځای شويو توکو چاودنه کړې ده، چې له امله یې ۲۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، طالبانو د خلکو مېشت ځايونو ته نېږدې د بهرنيو په همکارۍ موټربمونه او توغندي جوړول، چې د خپلو توغنديزو بريدونو له کبله پرې يو موټربم چاودنه کړې ده، چې له امله یې دوه وسله وال طالبان وژل شوي هم دي.
خبرپاڼه زیاتوي، هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين امنيتي او کشفي ادارو ته د پېښې د څرنګوالي او څيړنې امر کړی دی.
دغه راز په خبرپاڼه کې هغه راپورنه هم رد شوي چې ګنې برید افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو کړی دی.
له بلې خوا، طالبانو رسنیو ته لیږلې خبرپاڼې کې ویلي، پېښه د حکومتي ځواکونو له لورې د ډیسي توپونو د وارولو له امله رامنځته شوې، خو حکومتي مسوولین وایي، وسله والو توغندي او موټربمونه جوړول، چې چاودنې رامنځته شوي.
ولسمشر غني د هلمند په سنګین کې پر ملکي وګړو برید غندلی او یاد برید یې غیر انساني او د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.
ارګ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، ولسمشر غني له طالبانو غوښتي چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانانو غوښتنه چې د جګړې پایته رسول او د مذاکراتو پیلول دي، ومني.











