زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو سیمه ییز سفر پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو د قطر، پاکستان او ازبکستان په سفر ووت.
ویل کېږي، خلیلزاد به په دغه سفر کې د هغه ژمنو د عملي کولو هڅې وکړي چې له طالبانو سره یې کړي او هڅه به وکړي چې تاوتریخوالی کم او بندیان په وخت ازاد شي.
له خلیلزاد سره په دغه سفر کې د نړیوالې پراختیا لپاره د امریکا مالي مشر ادام بولر هم ملتیا کوي.
په دغه سفر کې به امریکا د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه کېدو او په سیمه کې له افغان سولې د ملاتړ په موخه په بیلا بیلو حوزو کې د پانګونې او همکارۍ ارزونه هم وکړي.
داسې هم ویل کېږي چې خلیلزاد به له افغان چارواکو سره پر کرښه اړیکې ونیسي.











