د اداري فساد پر ضد د څار او ارزونې کمیټه یا میک وايي، د مرکزي، ولایتي چارواکو، ملي شورا غړو او جنګي زورواکو لاسوهنې په ګمرکونو کې د پراخ اداري فساد لامل شوي.
میک نن په خپل تازه راپور کې ویلي، ګمرکونو کې ګمارنې د اړیکو په اساس دي او اداري اصلاحاتو په نوم اداره په کې رول نه لري.
په راپور کې دا هم راغلي چې د ګمرکونو پنځوس سلنه کار کوونکی تحصیلي اسناد نه لري او نه هم د صادراتو او وارداتو ثبت شته.
د اداري فساد پر ضد د څار او ارزونې کمېټه یا میک دا هم وایي، چې د ګمرکونو کار کوونکي له کلونو کلونو راهېسې په دندو دي او د تغیر تبدیل اصل له سره نشته.
میک په داسې حال کې په ګمرکونو کې د اداري فساد او د غیر مسلکي بشري قوي د موجودیت خبره کوي چې هر کال په کور د ننه او بیرون له پوهنتونو سلګونه ځوانان له لوړو زدکړو فارغیږي خو مافیايي سیسټم یې د ګمارنو پر وړاندې خنډ دی.











