د ولسمشر ټرمپ اداره کار کوي چې راتلونکو څو میاشتو کې له افغانستانه څلور زره نور سرتېري هم وباسي.
د سي ان ان راپور له مخې د ټرمپ اداره ممکن نږدې وخت کې د ۴۰۰۰ سرتېرو د اېستلو پلان وروستی کړي.
له دې سره به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۸۶۰۰ څخه ۴۵۰۰ ته راټيټه شي.
راپور وایي چې د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر د سرتېرو د کمولو پلان له ناټو سره شریک کړی دی.
له دې سره نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د روسیې استخباراتي ډلو هڅه کړې چې د طالبانو اړوندو جنګیالیو ته د پیسو ورکولو له لارې امریکايي سرتېري ووژني.
د راپور له مخې د روسیې د دغو هڅو راپور له سپینې ماڼۍ سره شریک شوی دی.











