د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې لا پیل شوي نه دي خو افغان حکومت سر له اوسه ورته اندېښنه لري.
اندېښنې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدل بلل شوي چې د مصالحې عالي شورا مشر بارو لري، چې دا به د سولې په برخه کې سیاسي چاپېریال خراب کړي.
د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا سولې انستیتوب ته وینا کوله، وویل: ((که چېرته د شخړو اوسنۍ کچه ادامه پيدا کړي، دا به د خبرو د پیلامې لپاره ښه چاپېریال نه وي، کله چې موږ د خبرو د پيلېدو لپاره وار له مخه شرط نه لرو، دا بل لوري هم باید دې ته وګوري، که موږ غواړو چې دا ستونزه د تل لپاره حل شي او سولهییز حل ته رسېدل غواړو، نو موږ ټول دې ته ضرورت لرو چې ګامونه واخلو.))
ښاغلي عبدالله په دې ویډیویي کنفرانس کې دا هم وویل چې د سولې مذاکراتو لپاره مخکې له مخکې شرایط نه وضع کوي.
د هغه په خبره له ولسمشر غني سره یې مشوره کړې او دواړو هوکړه کړې چې د مذاکراتو د پیل لپاره مخکې له مخکې شرایط نه ږدي.
ښاغلي عبدالله وویل: ((موږ د افغانستان اسلامي جمهوريت او ولسمشر غني په ګډه پرېکړه وکړه، چې د سولې خبرو او مذاکراتو لپاره کوم شرطونه نه لرو او زموږ مذاکراتي ټيم چمتو دی.))
په ورته وخت کې، طالبانو بیا د سولې په برخه کې د عبدالله اندېښنو ته په غبرګون ویلي چې د جګړې لامل افغان حکومت دی نه طالبان.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، افغان ځواکونو د نویو پوستو د جوړلو په موخه پراخ عملیات ترسره کوي چې طالبان بریدونو ته هڅوي او همدا د تاوتریخوالي د زیاتېدو باعث ګرځي.











