د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله د یوې کورنۍ ۹ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه هوایي برید تیره شپه د بلخ ولسوالۍ وزیر اباد کلي کې شوی دی.
. د وزیر اباد کلي قومي مشر ایوب خان مومند شمشاد ته وویل چې تېره شپه ۱۲ نیمې بجې په دغه کلي کې پر یوه کور بمباري شوې چې له امله یې دوه ماشومان او د هغوی مور پلار وژل شوي او پنځه کسان نور چې ښځې ماشومان هم په کې دي ټپيان شوي دي.
د بلخ دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.











