Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ارګ: د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر اغېزمن کوي

admin by admin
2020/06/23

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، رسنیو سره په خبرو کې وویل، افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره هر هغه څه کړي، چې اړتیا وه او اوس باید طالبان پر خپله برخه کار وکړي.

صدیقي وویل، طالبان دې د دایمې سولې لپاره، تاوتریخوالی کم کړي، بین الافغاني مذاکراتو ته دې کیني او ملت ته دې د هغو پېښو په اړه وضاحت ورکړي، چې دوی یې ترشا دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل: ((هغه ټول بریدونه چې تېره اوونۍ شوې دي، طالبان د دې بریدونو ترشا دي. او که چیرې دوی [طالبان] د دې بریدونو تر شا نه دي، نو بیا دې ملت ته ځواب ورکړي. زموږ په باور، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي ډیرېدل، بریدونه…مستقیم کېدای شي پر سوله باندې خپل بد تاثیر ولري.))

صدیقي دغه راز وویل چې هېواد کې دایمي سوله د دوی له لومړېتوبو څخه ده او د دې لپاره هر هغه څه چې اړتیا وه، حکومت کړي او اوس دې طالبان هر هغه څه وکړي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار هواروي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل: ((د افغان حکومت مذاکراتي ټیم د بین الافغاني خبرو ته چمتو ده او له طالبانو هم غواړو چې ورته ګام واخلي، تاوتریخوالی کم کړي، او بین الافغاني خبرې پیل کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې، تیره اوونۍ په وروستیو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه. دوی وایي، د طالبانو د وسلوالو فعالیتونو په پایله کې تیره اونۍ، ۸۴۱ افغان ځواکونو او ۲۹۱ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist