Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان حکومت: طالبانو له لوري وروستي بریدونه سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف دي

admin by admin
2020/06/22

افغان حکومت طالبانو له لوري د وروستيو بریدونو او د تاوتریخوالي د دوام غندنه کړې او دا بریدونه یې سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بللي دي.

ارګ په یوې اعلامیې کې ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د کابینې په غونډه کې ویلي چې د افغان حکومت د بندیانو خلاصون، د طالب بندیانو د تبادلې لپاره د پرمختګ عمده شرایطو څخه دی.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې ولسمشر غني د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو له کورینو سره هم تسلیت او غمشریکۍ څرګنده کړې ده.

د کابینې په دغه غونډه کې ولسمشر غني د چارو ادارې عمومي ریاست په ګډون مسوولو بنسټونو، بازرس ادارې او د تفتیش عالي ادارې ته هم امر کړی چې کرونا سره په مبارزه کې له منابعو څخه د ناسمې استفادې راپورونه په یوه اوونۍ کې وڅېړي.

اعلامیه کې همدا راز راغلي، ولسمشر غني د ټولیزو رسنیو قانون کې د تعدیل په تړاو پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته لارښوونه کړې چې د ټولیزو رسنیو قانون کې د تعدیل وړاندیز شوې طرحه بېرته له پارلمان څخه راوګرځوي، ترڅو یاده طرحه د ولسمشر دویم مرستیال تر نظر لاندې د هیواد د رسنیو ټولنې سره په مشوره لا ډېره دقیقه شي.

اعلامیه لیکي، ولسمشر غني د پیسو نړیوال صندوق څخه د مرستو په اړه ویلي چې د افغانستان لپاره د دې بنسټ مرستې د پروژو د لګښت لپاره نه دي، بلکې د افغانستان د بودجې د ثبات لپاره دي. 

ولسمشر دغه راز ویلي چې دغه مقدار پیسې احتیاطي او بلاعوضه دي او هغه مهال چې د افغانستان دولت مالي ستونزو سره مخ کېږي، دغه مرستې به په احتیاطي پیسو کې موجودې وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist