Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: اداري فساد د افغان سولې او سوکالۍ پر وړاندې ستر خنډ دی

admin by admin
2020/06/18

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اداري فساد په اړه خپل څلورم کلني راپور کې لیکلي، لا هم په افغانستان کې فساد شته او پر وړاندې یې اغیزناکه مبارزه نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په دغه کلني راپور کې دا هم راغلي چې د فساد موجودیت د دې سبب شوی چې په افغانستان کې د سوکالۍ، سولې او پرمختګ په لار کې خنډونه جوړ شي.

په دغه راپور کې دغه راز راغلي چې د تېرو کلونو په پرتله د فساد پر وړاندې ډېر کم اقدامات شوي دي او افغان حکومت چې د فساد ضد کومې تګلارې جوړې کړې وې، یوازې لنډ مهاله سندونه وو چې عملي نه شول.

ملګري ملتونه پر حکومت نیوکه کوي چې د فساد پر وړاندې مبارزه یې اغېزناکه نه ده، اداري تشې یې ډکې کړې نه دي، اغېزناکې تګلارې یې د فساد د ختمولو لپاره نه دي جوړې کړې او په دې برخه کې یې فعالیتونه موثر نه دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دوی د فساد ضد مبارزه کې له افغان حکومت سره همکاري کوي او پر حکومتي مشرانو یې غږ کړی چې له فساد سره مبارزه خپل لومړیتوب وبولي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بیا دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي چې له اداري فساد سره مبارزه د افغان حکومت لپاره یو له لومړیتوبونو څخه ده.

صديقي نن یوې خبرې ناستې ته وویل، څه چې روښانه دي هغه دا چې فساد سره مبارزه په تېرو پنځو کلونو کې د ولسمشر او افغان حکومت یو له اصلي لومړیتوبونو څخه وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist