روسیه غواړي په تاجکستان کې نظامي اډه پیاوړې کړي
روسیې ویلي، له دغه اقدام یې موخه دا ده چې د سرحدونو امنیت خوندي کړي.
روسیې ویلي، د ټولیز امنیت تړون په چوکاټ کې غواړي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پولې امنیت خوندي کړي.
دغه راز روسیې ویلي، د ټولیز امنیت تړون سازمان په افغانستان کې د هر ډول سیاسي او نظامي وضعیت لپاره بشپړ تیاری لري.
روسیه په پام کې لري چې د خپلو سویلي برخو د امنیت خوندیتوب په موخه د افغانستان او تاجکستان په سرحداتو کې ګډ نظامي تمرینات هم پیل کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، دوی په دې باور نه دي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل به مرکزي اسیا ته کوم ګواښ پېښ کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروف ویلي، افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو شتون د وسله والو لپاره تحریک کوونکی ده او په افغانستان کې د ثبات مانع ګرځي.
ماریا زخاروف ویلي، روسیه منتظره ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د توافق په لحاظ بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
هغې ویلي، روسیه باور لري چې د افغانستان وضعیت په عادي کېدو سره به افغان مشران وکولی شي له نشه یي توکو او د تروریزم له ګواښونو سره اغېزمنه مبارزه وکړي.











