په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له پلوه روغتیا وزارت بد او ښه خبرونه درلودل.
د وزارت د مالوماتو له مخې په یاده موده کې ۴۲ تنه مړه شوي خو پنځلس سوه دوه کسان نور بیا جوړ شوي دي.
د کرونا ناروغۍ له پیلیدو تر دې دمه دا په لوړه کچه مړینه او د جوړو شویو کسانو شمیره ده چې روغتیا وزارت له رسنیو سره شریکه کړه.
په همدې تیرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر هم ۶۵۸ کسان و چې په دې سره په هېواد کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمیر ۲۷ زره ۵۳۲ ته لوړ شو
د روغتیا وزارت مالومات ښيي چې د کرونا له امله د مړو شمیر بیا ۵۴۶ ته رسیدلی دی.











