د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې ۱۲ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه طالب وسله والو د ښورابک ولسوالۍ د “څارګو” سيمې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی.
سرچینه وايي، برید کې اووه پولیس وژل شوي، پنځه نور ټپیان دي او یاده پوسته وسله والو سقوط کړې ده.
سرچینې دغه برید کې طالب وسله والو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
خو د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، وسله والو لومړی پر امنیتي پوسته برید کړی، چې وروسته د دواړو لوریو تر منځ جګړه شوې او له امله یې پنځه وسله وال، یو پولیس وژل شوي، نهه وسله وال او دوه پولیس ټپيان شوي دي.
بارکزي د امنیتي پوستې د سقوط خبره ردوي.
طالب وسله والو د خپلو یادو بریدونو په اړه تر اوسه کوم معلومات نه دي خپاره کړي.











