د هند او چین پولې پر سر د دواړو هیوادونو د سرتیرو ترمنځ نښته شوې ده.
د هندي ځواکونو په وینا په دغه نښته کې ۲۰ هندي ځواکونه وژل شوي دي.
هند وايي له تېرو څو اونیو راهیسې حالات په سرحدي سیمو کې کړکیچن وو او د همالیې غرونو په لویدیځ کې نښته رامنځ ته شوې ده.
د حکومت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه نښته کې ۱۷ تنه ټپیان دي.
د هند له لوري په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د نښتې په ځای کې هوا هم ډیره یخه وه.
تر اوسه د دغې نښتې لامل څرګند نه دی خو ویل کیږي چې له څو ورځو راهیسې په سرحدي سیمه کې دواړه لوري تیارسی شوي وو.











