پکتیا کې سړک غاړې ماین چاودنې د ماشومانو په ګډون څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایي، د زرمت ولسوالۍ سورګۍ سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوې ښځې په ګډون دوه ماشومان وژلي او یو درې میاشتینی ماشوم یې ټپي کړی دی.
حسرت وایي، پېښه نن مازیګر څلور بجې هغه مهال شوې چې دغه کسان یوه واده کې له ګډون وروسته خپل کور ته پر لار وو.
حسرت د سرک پر غاړه ځای پر ځای شوی ماین د طالبانو کار بولي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.











