افغانستان د پنځم ځل لپاره یو ځل بیا د ماشومانو لپاره ترټولو خونړی هېواد شو.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېر ۲۰۱۹ م کال کې له درېو زرو زیات ماشومان افغانستان کې د جګړو له امله وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو همداراز ویلي چې د جګړو او ماینونو له امله ګڼ شمېر ماشومان معیوب شوي هم دي.
راپور کې ویل شوي چې ۱۲۰۰ ماشومان د طالبانو او ۱۰۰۰ ماشومان د افغانستان حکومتي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.
راپور وايي، پاتې ماشومان د بېلابېلو ډلو په بریدونو کې وژل شوي دي.











