مالیې وزارت له فساد سره د جدي مبارزې او په ګمرکونو کې د روڼتیا تامینولو په موخه د ګمرکونو کنټرول مرکزي سیسټم پرانیست.
د مالیې وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د دې مرکز په پرانېستلو سره به له ګمرکي تخلف، په جنس، قیمت او کیفیت کې له بدلون، زیات وزن او همدا شان د مراحلو تر سره کولو پرته له ګمرکي محصول څخه مخنیوی وشي.
د مالیې وزارت دغه راز وایي چې دغه سیستم د فساد په کمولو او د ګمرکي محمولو په طی مراحلو کې د اسانتیا رامنځته کولو په برخه کې مهم دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې تر دې مهاله د ننګرهار، نیمروز، اقینه، هرات او کندهار ګمرکونه له دې سیستم سره وصل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي: ((د هیواد په ګمرکونو کې سکنرونه، ډیجیټلي کمرې او د لوړ تناژ ډیجیټلي تلې له دې سیستم سره نښلول شوي دي او موږ کولی شو د کمیساري دروازې صفري نقطې او د ګمرک ساحې څخه نیولې بیا د وتلو تر دروازې پورې د سوداګریزو محمولو ټول طی مراحل له مرکز څخه کنټرول او نظارت کړو.))
د مالیې وزارت وایي، یاده پروژه په دریو برخو کې د نیوژن ټیکنالوژي او پریماسونک په نوم د هندي کمپنۍ له لوري د ۱.۳۶ میلیونه امریکایې ډالرو په لګښت پلي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.











