عامې روغتیا وزیر وایي، کرونا ویروس د حکومت له کنټروله وتلی دی.
سرپرست وزیر جواد عثماني وایي، ددوی د مالوماتو له مخې کرونا د هر افغان کور ته رسېدلې ده.
عثماني د تېر وزیر خلاف خصوصي روغتونونو ته هم اجازه ورکړه چې د کرونا تشخصی او درملنه وکړي.
له بلې خوا له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هېواد کې د کرونا ۷ سوه ۴۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۳ سوه ۱۱ یې کابل کې دي.
د عامې روغتیا وزارت د رسمي مالوماتو له مخې په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۲۲ زره ۸ سوه ۹۰ ته ورسېد.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ کسان د کرونا ویروس له امله مړه دي چې د مړو شمېر ۴ سوه ۲۶ ته ورسېد.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳ سوه ۱۳ کسان له کرونا جوړ شوي چې ورسره د روغ شویو کسانو شمېر ۳ زره ۳ سوه ۲۶ ته ورسېد.
عامې روغتیا وزارت یوځل بیا له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې طبي لارښوونې عملي کړي.











