عامې روغتیا وزیر جواد عثماني وايي، د حکیم الکوزي په درملو کې ۹ ډوله نشه يي توکي یو ځای شوي چې د خلکو د روږدې کیدو لامل به شي.
عثماني نن یوې خبرې ناستې ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت څخه یې غوښتي د حکیم الکوزي د فعالیت مخه ونیسي.
د روغتیا وزیر دغه راز وویل چې د حکیم الکوزي د نیولو مکتوب پرون د عامې روغتیا وزارت له لوري کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.
ددغه مکتوب له مخې، حکیم الکوزی به ونیول شي او د نوموړي لخوا جوړ شوی واکسین او د تولید مرکزونه به یې وتړل شي.
خو حکیم الکوزی بیا ادعا لري چې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو د جوړیدو لپاره یې درمل جوړ کړي او په وینا يې سلګونه خلک پرې جوړ شوي هم دي.
حکیم الکوزي دا هم ویلي دي چې درمل یې له نباتي بوټو جوړ شوي او هیڅ ډول نشه يي توکي په کې نشته.
په خواله رسنیو کې هم یو شمیر هغو کسانو د حکیم الکوزي د درملو ستاینه کړې چې په خبره یې پر کرونا ناروغۍ اخته او د حکیم په درملو جوړ شوي دي.











