د تاجکستان کرکټ لیګ کې افغان لوبغاړو ته د ګډون اجازه ورنکړل شوه.
کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، که چېرې تاجکستان د کوم لیګ د ترسره کولو تابیا لري نو افغان لوبغاړي به پکې اوسمهال ګډون ونه شي کړلی.
بورډ وايي چې دا پریکړه یې ځکه کړې ده چې په وینا یې تاجکستان د نړیوالې کرکټ شورا بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد نه دی او له نړیوالې شورا د لیګ ترسره کولو اجازه نه لري.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ اوسمهال د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ له مالي پلوه هم هغومره پیاوړی نه دی نو د افغانستان کرکټ بورډ اداره یوازې کولی شي چې له یاد هېواد سره د کرکټ په تخنیکي ډګر کې مرسته وکړي.
وړاندې تر دې، د تاجکستان د کرکټ چارواکو ویلي وه چې غواړي د افغانانو په مرسته ډېر ژر په دغه هېواد کې د کرکټ لس اوریز یو سوداګریز لیګ پیل کړي.











