ناټو وايي افغان ځواکونو ته یې فرصت ورکړ چې خپله د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.
د ناټو سرمنشي یانس سټلټنبرګ تېره ورځ رسنیو ته په خپلو خبرو کې و ویل چې د سولې بهیر کلک ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه چې دغه بهیر باید د افغانانو په ملاتړ او د افغانانو په مشرۍ مخ ته ولاړ شي.
سټلټنبرګ و ویل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو ملاتړ کوي او باید ژر د افغانانو خپلمنځي مذاکرات هم پېل شي.
هغه پخپلو خبرو کې و ویل د اوږدې جګړې د پای یوازینۍ حل لار اوس سوله ده او باید دغه بهیر ته کار وشي.











