د خوست امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د مدیریت اداري آمرې په توګه د ځلا ځاځۍ ګمارنې خواله رسنیو کې د ځینو غبرګونونه راپورته کړي دي.
ځلا په ترکیې هېواد کې نظامي برخه کې لنډ مهاله زده کړې کړي او تازه د پولیسو په چوکاټ کې په دنده وګمارل شوه.
د ښځو چارو وزارت په دولتي بستونو کې د ښځو ګمارنه د وړتیا له مخې یادوي او د میرمنو په تړاو یې قضاوتونه له وخت وړاندې بللي.
ځلا ځاځۍ د دوشنبې په ورځ د خوست امنیه قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې برخې امره معرفي شوه.
ځلا ځاځۍ چې نظامي برخه کې زده کړې کړي، دا ګمارنه یې په خواله رسنیو کې له غبرګونونو سره مخ شوې ده، د خواله رسنیو ډيری کاروونکي د ځلا ځاځۍ پخواني عکسونه لاس په لاس کړي او دا ګمارنه یې مسلکي نه ده یاده کړې.
ځلا ځاځۍ په خپلو وړتیاو باور لري چې دې برخه کې به کارنده اقدامونه وکړي.
د خوست امنیه قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې امره ځلا ځاځۍ په دې اړه وایي: ((د خلکو دا اوازې بلکل غلطې دي. زه دا بلکل ردوم. ما په دغه برخه کې تحصیل کړی دی… مسلکي کس یم. کوم بست چې ما نیولی، اناثیه بست دی. که چیرې زه دغه اناثیه بست ته را نه شم، نو ایا یو ورور دغه بست ته راشي او کار وکړي؟))
دا به لومړی ځل نه وي چې د یوې میرمنې، په ځانګړي ډول د پيغلې د ګمارنې په تړاو غبرګونونه راپورته کیږي، تر دې وړاندې نورو برخو کې هم ورته غبرګونونه ښودل شوي دي.
ښځو چارو وزارت دولتي ادارو کې د ښځو ګمارنې د وړتیا په اساس یادوي.
د ښځو چارو وزارت مرستیاله نبیله مصلي وایي: ((ځلا ځاځۍ ته چې کوم بست ورکړل شوی، یو ډیر ښه کار دی، مونږ باید له اغلې ځاځۍ څخه ملاتړ وکړو ترڅو خپله وظیفه په ښه ډول سرته ورسوي. او له خلکو مو هم غوښتنه داده چې ډیر ژر پریکړه ونکړي. پریږدې چې اغلې ځاځۍ څو میاشتې کار وکړي، بیا قضاوت وکړئ.))
په ګمارنه دا غبرګونونه له وخت مخکې ځکه یادیږي چې تراوسه ځلا ځاځۍ کومه دنده نه ده ترسره کړې چې ناکامي او بریا یې تجربه شوې وه، له همدې کبله د خلکو نیوکې له وخت مخکې قضاوت بلل کیږي.
د ښځو د حقونه فعاله یلدا رویان بیا وایي: ((د ښځو حضور په دولت کې تل د خلکو له نیوکې سره مخ وي. او دا ځکه چې د ښځو په وړتیاوو باندې باور شتون نلري. دا په داسې حال کې ده چې مونږ بار بار لیدلي چې په کومو بستونو کې چې ښځې ګمارل شوې دي، خپلې وړتیاوې یې ښودلې دي.))
په دفاعي او امنیتي برخو کې له اړتیا سره سم د ښځو ګمارنه کمه ده، ډيری میرمنې زړه نه ښه کوي چې دې برخه کې کار وکړی، له همدې کبله هغه هدف چې باید ښځې امنیتي او دفاعي برخو کې فعالیت وکړي، دا بنسټونه ورته نه دی رسیدلي، نږدې ۵زره ښځې د پولیسو په چوکاټ کې په دندو دي او دا شمېره لا هم کمه یادیږي.











