ټاکل شوې چې تاجکستان به د افغانانو په مرسته د کرکټ د ۱۰ اورونو سوداګریز لیګ پیل کړي.
د تاجکستان د کرکټ جنرال سکرتر د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اسدالله خان دی چې تمه یې ښودلې څو د افغانستان په مرسته په تاجکستان کې کرکټ لوبې ته وده ورکړي.
ټاکل شوې چې دا لیګ به د جولاۍ په یولسمه پیل او په ۲۲ مه پای ته ورسېږي.
د تاجکستان د کرکټ جنرال سکرتر اسدالله خان ویلي، تاجکستان کې له څو کلونو راهېسې کرکټ پیل شوی او دوی هڅه کوي چې په دغه لیګ کې ډېر بهرني لوبغاړي ولوبیږي.
اسدالله خان ویلي، هڅه به وکړي چې د افغانستان څخه ډېرو لوبغاړو او په ځانګړې توګه ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شي.
د هغه په خبره، افغانستان په کرکټ کې پیاوړې لوبډله لري او له تاجکستان سره ډېره مرسته کولی شي.
تر اوسه د دغه لیګ په تړاو د افغانستان کرکټ بورډ سره رسمي خبرې نه دي شوي، خو تاجکستان هیله لري چې ژر یې پیل کړي او افغانستان په دغه برخه کې مرسته وکړي.
په دغه لیګ کې به شپږ لوبډلې لوبیږي او ټولې لوبې به د تاجکستان یو سپورټي چاینل ژوندۍ خپروي چې په یوټیوب به هم ښودل کیږي.











